IQNA

د حسيني سپېڅلې آستان له خوا «له اربعینه تر اربعین پورې»په نامې سره پروژې پلي کېدل

13:55 - May 24, 2026
د خبر لمبر: 3492816
ایکنا -د حسيني سپېڅلې آستان مسئولانو  د یوې نوې پروژې خبر ورکړی چې د امام حسن مجتبی (ع) د صحن د کانکریټي جوړښت د بشپړولو دوام پکې شامل دی او  «له اربعینه تر اربعین پورې»  په نامې سره  پیلېږي. ټاکل شوې ده چې دا پروژه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیع الاول میاشتې له پیله شروع شي.

 ایکنا نیوز د نون خبري آژانس په حواله راپور راکړی، ؛ حسيني آستانې د پراختیا څانګې مشر «حسین رضا مهدي» د وویل: د حضرت زینب او امام حسن مجتبی (علیهما السلام) په صحنونو کې چارې لا هم روانې دي او د پام وړ پرمختګ ته رسېدلې دي.

مهدي زیاته کړه: د پروژې د پاتې برخې لپاره د حسيني مقدس آستان  شرعي متولي، شیخ عبدالمهدي کربلایي ته وړاندیز وشو چې د امام حسن مجتبی (ع) صحن دې، چې کابو  ۹۰ زره مربع میتره مساحت لري، په بشپړه توګه د یوه کال په مودې کې جوړ شي، او نوموړي هم له دغې طرحې سره موافقه کړې ده

هغه وویل: د راتلونکي غدیر اختر له پای ته رسېدو وروسته به یوه غونډه ترسره شي څو د پروژې جزئیات وڅېړل شي او  «له اربعینه تر اربعین پورې»  په عنوان  سره یو پلان جوړ شي؛ یعنې د اوسني اربعین له پای څخه تر راتلونکي اربعین پورې. په دغې غونډې کې به دا هم وټاکل شي چې زائرینو ته کوم خدمات او اسانتیاوې وړاندې کېږي، او تر ټولو مهم هدف د امام حسن مجتبی (ع) د صحن بشپړ تکمیل دی.

هغه ټینګار وکړ: د امام حسن مجتبی (ع) د صحن د جوړښت لومړۍ مرحله په بشپړه توګه د ۱۴ زره مربع میتره مساحت او د ځمکې لاندې د ۱۵ میترو په لوړوالي سره جوړه شوې ده، او اټکل کېږي چې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې تر رارسېدو مخکې به  افتتاح  شي.

https://iqna.ir/fa/news/4353662

captcha